Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د پیسو پر لیږد محدودیت په افغانستان کې انلاین سوداګرۍ له خنډ سره مخ کړې

    د پیسو پر لیږد محدودیت په افغانستان کې انلاین سوداګرۍ له خنډ سره مخ کړې

    "انلاین پلورونکي له افغانستانه د ډالرو پر لېږلو له شته محدودیتونو شکایت کوي او اندېښنه لري چې که په دغه هېواد کې د فېسبوک کارول محدود او یا بند شي، کاروبار به یې ودرېږي."
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۱, ۱۴۰۳04 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبها نیوز) – د افغانستان په دولتي ادارو او یو شمېر بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار د محدودیتونو په ډېریدو سره اوس یو شمېر دغه مېرمنې له کوره د کار په لټه کې دي.

    د وسایلو انلاین پلورل یو له دې سوداګریزو فرصتونو څخه دی چې میرمنې یې د مالي عاید ترلاسه کولو او د خپلو کورنیو ملاتړ لپاره کوي.

    د سوداګرۍ وزارت پخوانۍ کارکوونکې، مدینې مهر چې د ښځو د وړو سوداګریو د ودې په څانګه کې یې کار کاوه، شپږ میاشتې وړاندې له خپلې پخوانۍ تجربې څخه په استفادې انلاین پلور ته مخه کړه.

    مدینې کوبها نیوز ته وویل چې هغه او میړه یې خپل ټول عاید د انلاین خرڅلاو څخه یوازې د خپلې کورنۍ د مصرف لپاره ترلاسه کوي: “په تیرو وختونو کې، ډیری خلکو انلاین پیرودلو ته لیوالتیا نه درلوده، مګر په وروستیو کلونو کې خلک د پیرودلو له دي طریقي سره آشنا شول او انلاین پلورنځي هم هڅه کوی چې پیرودونکو ته په ښه کیفیت وسایل وړاندې کړي، ځکه چې دا د دوی سوداګرۍ ده او دوی غواړی چې پیرودونکي ومومي، مګر اوس دوه ستونزې شته: لومړی د خلکو اقتصاد خراب شوي او دوهم دا چې د توکو واردول ستونزمن شوي دي.”

    اغلې مهر د خپلې فیسبوک پاڼې په کارولو سره د ښځو جامې او ګرځنده تیلیفونونه پلوري او خاوند یې د پیرودونکو د فرمایشونو په رسولو کې ورسره همکاري کوي.

    اصفه مهريار چې دوه کاله يې د کاردان پوهنتون د کمپيوټر ساينس په څانګه کې زده کړې کړې او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پوهنتون ته له تګه راګرځول شوې، اوس يې په انلاين ډول د کور سينګار او د ښځو د ګاڼو پلورل پيل کړي دي.

    اصفي کوبها نیوز ته وویل، له خپل کاروباره راضي ده، خو له افغانستانه بهر د پیسو د لېږلو محدودیت هغه د پېرودونکو د فرمایشی توکو د واردولو په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي: “زموږ ډېری پېرېدونکي ښځې دي او د کور د ښکلا توکي په واقعیت سره لږ پلورل کېږي. زموږ د زیوراتو خرڅلاو ښه دی، دا ښه ده چې په بازار کې د ډالرو ترلاسه کول اسانه دی، خو دا چې حکومت بهر ته د ډالرو د لېږلو اجازه نه ورکوي، نو له هغو بهرنیو هیوادونو څخه چې موږ تجهیزات اخلو، زموږ تجهیزات په خپل وخت نه را رسیږي. “

    په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت د مخابراتو وزیر په افغانستان کې د فیسبوک ټولنیزې شبکې د محدودولو او بندولو د پلان خبر ورکړ.

    طالبان په افغانستان کې فیسبوک محدود او بندوي

    فیروز چې د انلاین خرڅلاو د بازار موندنې په برخه کې له اوو شرکتونو سره همکاري کوي، کوبها نیوز ته وویل چې په افغانستان کې د انلاین خرڅلاو یوازینۍ وسیله فیسبوک ټولنیزه شبکه ده: “په افغانستان کې د سواد کچه ټیټه ده او خلک له ټکنالوژې سره ډیر اشنا نه دي. زموږ پلور یوازې د فیسبوک پاڼې له لارې دي، ځکه چې موږ سوداګري کوو، د فیسبوک شرکت اکثراً زموږ اعلانونه تر پیرودونکو نه رسوي، اوس که فیسبوک بند شي، فکر وکړئ چې زموږ سوداګرۍ به هم سقوط وکړي.”

    د افغانستان بانک د حکم پر بنسټ، یو کس کولای شي پنځه زره ډالر د هوايي ډګرونو له لارې او پنځه سوه ډالر د سرحدونو له لارې بهر ته انتقال کړي، خو عام خلک شکایت کوي چې دا اجازه یوازې سوداګرو ته ورکول کېږي او عامو خلکو ته بهر ته د ډالرو د لیږد اجازه نه ورکول کیږي.

    انلاین پلورونکي وايي، هغه بهرنۍ کمپنۍ چې افغانستان ته مالونه استوي، د حوالې له لارې د پيسو لېږد نه مني، ځکه چې دا غير قانوني دي او طالبان اجازه نه ورکوي چې ډالر د بانک له لارې ولېږدول شي.

    کوچني سوداګر په ځانګړې توګه انلاين پلورونکي وايي، چې د طالبانو حکومت ځينو سوداګرو ته رسمي جوازونه ورکړي دي او هغه کسان چې جواز نه لري، بهر ته ډالر نه شي لېږدولاى.

    افغانستان سوداګری، افغانستان، انلاین سوداګرۍ، د پیسو پر لیږد بندیز، طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    سپينه‌ماڼۍ: امریکا له اسراییلو سره په غزه کې د لنډمهالي اوربند په اړه خبري کوي

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    ایران د مقاومت جبهې غړي د داعش په تور نیولي

    کوبها نیوزحمل ۱۸, ۱۴۰۳

    د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

    کوبها نیوزثور ۹, ۱۴۰۳

    خبریالانو مرکز: افغانستان کې د رسنیو ازادۍ وضعیت اندېښمنوونکی دی

    کوبها نیوزحوت ۲۷, ۱۴۰۲

    طالبان ګاونډي هېوادونه د داعـش په ملاتړ تورنوي

    کوبها نیوزثور ۶, ۱۴۰۳

    خلیلزاد: بایډن طالبانو ته د شرطونو په نه ایښودلو سره د سولې خبرې ناکامه کړې

    کوبها نیوزثور ۱۳, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.