Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۲۹ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»زموږ په اړه

    زموږ په اړه

    ولې کوبها نیوز !؟
    په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو ژورو بدلونونو وروسته، د کورنیو رسنیو د فعالیت په ډول او څرنګوالي کې پراخ او اساسي تغییرات رامنځ ته شوي دي.
    د رسنیو او بیان ازادۍ په اړه محدودیتونه او متفاوت تفسیرونه او د اطلاعاتو یو اړخیز جریان د دې سبب شوی، چې د رښتنیو اطلاعاتو او خبري پېښو روغ انتقال اغیزمن شي. پر نړیوال سټېج د کابل غیابت او د لویدیزو هېوادونو په سیاستونو کې د افغانستان حاشیې ته کېدو د رسنیو د پوښښ په درجه بندۍ کې د افغانستان خبري ارزښکچه خورا راټیټه کړې ده. په همدې ترڅ کې پرمسلکي خبریالۍ د انفرادي خبریالۍ د ودې اغیز، که څه هم پام وړ ده؛ د رسنیزو چارو کارپوهان د خبریالۍ د راتلونکي په اړه اندېښمن کړي.

    کوبها نیوز د دې ټولو مسایلو انتقادې ماهیت ته په پام، له افغانستان نه د یوه نوي روایت په بڼه راڅرګندیږي او غواړي حقایق په خپل واقعي او مسلکي شکل وړاندې کړي. زموږ ماموریت له اوسنیو رسنیزو محدودیتونو اخوا، د خبرونو د تولید، وېش او خپراوي لپاره د یوه منسجم او باور وړ پلیټفارم په توګه خورو ورو هڅو ته اړخ ورکول دي.
    کوبها نیوز هڅه کوي چې د افغانستان سیاسي او امنیتي پېچلتیاوو ته نوې دریڅه پرانیزي او د افغانستان د واقعیتونو په یوې باور وړ او مسلکي سرچینې بدله شي.

    دنده :
    زموږ دنده له دودیزو خبري راپور ورکولو او محدودیتونو اوړي. موږ د یوې متنوع محتوا تولید ته ژمن یو، چې نه یوازې زموږ د مخاطبانو اړتیاوې پوره کړي، بلکې د هغو کسانو لپاره بدیل وګرځي، چې د اطلاعاتو له ازاد لاسرسي بې برخې دي.
    د “کوبها” نوم د سنسکرت په لرغونو متونو کې د “کابل سیند” په معنا راوړل شوی چې د ټولې سیمې حیاتي رګ دی.

    کوبها نیوز غواړي د خبرونو د تولید، وېش او خپراوي د یوه متمرکز ډیجیټل پلیټفارم په توګه، پر خپلو مخاطبانو د پانګونې او په افغانستان او بهر کې د خپل مسلکي ټیم د ډله ییز توان له لارې کار وکړي.
    زموږ ژمنتیا د یوې معتبرې سرچینې په توګه، د ژورنالیستیکو هڅوهمغږي او یووالی دی.

    اخلاقي ارزښتونه او معیارونه:
    موږ د دقت، عینیت او شفافیت ارزښتونو ته ژمن یو. د اطلاعاتو مسوولانه، انډولیز او اخلاقي خپراوي ته په خپلې ژمنتیا سره دا تضمینوو، چې زموږ مخاطبان له کوبها نه پر خپریدونکو خبرونو باور کولای شي.

    خپلواکي:
    د کوبها ټیم په دې باور دی، چې د بې پرې راپور ورکولو او له بهرني نفوذ یا فشار سره د مقاومت لپاره د ایډیټوریل بورډ بې پریتوب خورا مهم دی.

    دقت او حقیقت:
    په راپور ورکولو کې روغتیا، دقت او صداقت ته ژمنتیا او لیدونکو ته د باور وړ معلوماتو او خبرونو چمتو کول.

    روڼتیا:
    د سرچینو، تګلارو او د ګټو د احتمالي ټکر په تړاو پرانستې پالیسي، او د رسنۍ او مخاطبانو ترمنځ د باور پیاوړي کول

    ټول ګډون
    له وضعیت او مسایلو نه د بشپړ درک د ډاډمنولو په هدف، د بېلابېلو نظرونو او غږونو پېژندل او وړاندې کول، په ځانګړې توګه هغوی چې حاشیې ته شوي او غلي کړای شوي دي.

    بشري حقونه:
    د بشري حقونو د ملاتړ او اړوندو مسایلو په اړه راپور ورکول او د اغیزمنو ډلو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د غږ پورته کول او ټولنیز نیاو دود کول.

    آزادی بیان:
    د بیان د ازادۍ له بنسټیز حق نه دفاع، هم د رسنۍ په کورني چاپیریال کې او هم په ټولنه کې چې خپرونې ورته کوي.

    د ژورنالیزم اخلاق:
    اخلاقي معیارونو اوکړنلارو ته ژمنتیا او له حساسیت پاروونکو مسایلو، ناسمو اطلاعاتو او هرې هغې چارې ډډه کول،چې د ژورنالیزم رښتینولي‌ګواښي.

    مسؤلیت منل:
    د تېروتنو منل او سمول او په اداره کې د حساب ورکولو او مسوولیت منلو فرهنګ ته وده ورکول.

    عامه ګټې:
    د اړوندو او بامعنا اطلاعاتو د وړاندې کولو له لارې د عامه ګټو چوپړ او له عامه بحثونو سره مرسته کول

    دموکراسي او مدني مشارکت:
    د مخاطبانو ترمنځ د فعال ګډون، انتقادي فکر او اګاهانه تصمیم نیونو د هڅونې له لارې مدني مشارکت او دیموکراتیکو ارزښتونو ته وده ورکول.

    له مخاطبانو سره تعامل:
    موږ د خپلو لیدونکو فعال ګډون ته ارزښت ورکوو. موږ فیډبیک هڅوو، په ټولنه کې بحثونو ته وده ورکوو، او د خبر د منځپانګې په تولید کې د مخاطبانو پر تعاملي رول باور لرو. ستاسې ښکیلتیا د ښو او مهمو خبرونو د وړاندې کولو په تړاو زموږ ژمنتیا پیاوړې کوي.

    د پوښښ ساحې :
    کوبها نیوز له ملي او سیمه ییزو مسایلو څخه، تر نړیوالو چارو پورې بېلابېل موضوعات پوښي. زموږ هراړخیز پوښښ به دا ډاډمنوي، چې زموږ مخاطبان له مختلفو مسایلو خبر دي.

    ګډون او همکاري:
    کوبها نیوز په فعاله توګهله هغو بنسټونو او رسنیزو ادارو سره ملګرتیا پالي، چې سرهورته ارزښتونه لري. دا همکارۍ د ژور پوښښ او پراخ لید لپاره زموږ وړتیا او ظرفیت پیاوړی کوي.

    مسلکي ټیم :
    کوبها نیوز د مسلکي، ژمنو او د ملي او نړیوالو رسنیو په ډګر کې د پراخې او عملي تجربې لرونکو مسلکي افرادو له خوا رهبري کیږي.
    زموږ د ټیم ژمن غړي له ملي ګټو، د بیان ازادۍ له اصلي ارزښتونو، رسنیزو مسوولیتونو او بشري حقونو ملاتړ کوي او خپل مخاطبان د خبرونو د تولید او خپرولو په خوځند بهیر کې فعالانه ګډون ته هڅوي.

    د راپور ورکولو ټیم :
    زموږ د خبریالانو ټیم له تجربه لرونکو ژورنالیستانو جوړ دی، چې د افغانستان په چارو کې ژوره پوهه لري او بې پرې راپور ورکولو ته ژمن دي.

    اړیکې:
    مهرباني وکړئ د پوښتنو او همکارۍ لپاره زموږ له ټیم سره په news@kubhanews.com برېښلیک اړیکه ونیسئ.
    موږ له تاسې سره تعامل ته ارزښت ورکوو او په ډیره لېوالتیا له خپلو مخاطبانو سره اړیکو ته سترګې په لاره یو.
    له تاسې مننه چې کوبها نیوز مو د خپلې باور وړ سرچینې په توګه غوره کړې ده.
    موخې ته د کوبها نیوز د رسېدو لپاره زموږ له ټیم سره همکاري وکړئ.

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د ملګرو ملتونو امنيت شورا په غـ.ـزه کې د بيړني اوربند پريکړه ليک تصويب کړ

    کوبها نیوزحمل ۶, ۱۴۰۳

    د دوحې کنفرانس، نړۍ د جوړجاړي تمه لري او طالبان ترې اقتصادی مرسته غواړي

    کوبها نیوزجوزا ۴, ۱۴۰۳

    پاکستان له ټي ټي پي سره د کابل د خبرو اترو وړاندیز رد کړ

    کوبها نیوزحمل ۱۶, ۱۴۰۳

    پاکستان او افغانستان دوو میاشتو کې د اپټا تړون نهایي کوي

    کوبها نیوزحمل ۹, ۱۴۰۳

    د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د بحرین ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

    کوبها نیوزثور ۳, ۱۴۰۳

    مایکروسافټ اعلان وکړ چې د GPT-4 ټربو ماډل اوس د Copilot وړیا کاروونکو په خدمت کې دی.

    کوبها نیوزحوت ۲۳, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.