Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    یکشنبه, ۲۴ حوت, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانان په تبعید کې»د اتریش د کورنیو چارو وزیر:  له اروپايي ټولنې دې افغانستان او سوریې ته د کډوالو اخراج بېرته پیل شي

    د اتریش د کورنیو چارو وزیر:  له اروپايي ټولنې دې افغانستان او سوریې ته د کډوالو اخراج بېرته پیل شي

    بروکسل - د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرارډ کارنر له اروپايي ټولنې څخه افغانستان او سوریې ته د کډوالو اخراج د بېرته پیلیدو غوښتنه کوي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    د محافظه کار ګوند غړيکارنر یوې غونډې ته وویل: “دا مهال موږ دې هیوادونو ته د اخراج واک نه لرو ځکه دا د اروپايي اتحادیې د قانون خلاف دی ، او زه باور لرم چې دا اړینه او سمه ده چې په دې اړه بحث وشي چې څنګه موږ دا په منځنۍ موده کې بیا ترسره کړو.”

    د سوریې لپاره کارنر د دمشق شاوخوا سیمې د خوندي سیمو په توګه یادې کړې، خو کله چې په افغانستان کې د امن ځای په اړه وپوښتل شو، نو د افغانستان لپاره یې د داسې یوې سیمې نوم وانخیست.

    “د اتریشي رسنیو د رپوټونو له مخې، کارنر وویل، چې په اروپايي ټولنه کې د افغان او سوریايي پناه غوښتونکو شمېر ډېر دی. هغه زیاتوي: “موږ ګورو چې دا دوه هیوادونه په اتریش کې د ټولو غوښتنلیکونو نږدې درې پر څلورمه برخه جوړوي. “

    دغه محافظه کار سیاستوال وايي، چې افغان او سوریايي وګړي د اروپايي ټولنې په نورو غړو هېوادونو کې هم د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله جوړوي. هغه وړانديز وکړ چې اروپايي ټولنه دې په دې اړه څېړنه وکړي چې د دغو هېوادونو خلک کومو سيمو ته بېرته اخراج شي. د سوریې لپاره کارنر د دمشق شاوخوا سیمې خوندي وګڼلې، خو کله چې په افغانستان کې د خوندي ځای په اړه وپوښتل شو، نو د افغانستان لپاره یې د داسې یوې سیمې نوم وانخیست.

    د شینګن سیمې وضعیت او د پناه غوښتنې او کډوالۍ پالیسي د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو د وزیرانو د ناستې د اجنډا په سر کې وه.

    خو د اتریش زرغون ګوند غړي او د چاپیریال ساتنې وزیر لیونر ګوسلر وویل چې دا د اتریش د حکومت دریځ نه دی. هغه وویل چې دا کار د اروپا د قوانینو له مخې ممکن نه دی او دا د بشري حقونو له کنوانسیون سره په ټکر کې دی.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د پاکستان نوی ولسمشر؛ اڅکزی که زرداري؟

    کوبها نیوزحوت ۱۹, ۱۴۰۲

    طالبانو د مسکو برید تروریستي برید وباله

    کوبها نیوزحمل ۴, ۱۴۰۳

    افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

    عزت الله صالحيحمل ۷, ۱۴۰۳

    کرزی او پوتزل په افغانستان کې د ملي تفاهم پر اړتیا غږېدلي

    کوبها نیوزحوت ۱۶, ۱۴۰۲

    منیژه صدیقي د طالبانو له بنده خوشې شوه

    کوبها نیوزحمل ۱۹, ۱۴۰۳

    واشنګټن او اسلام اباد له داعش او پاکستاني طالبانو سره د مبارزې پر څرنګوالي خبرې کړي

    کوبها نیوزثور ۲۴, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.