Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    پنجشنبه, ۲۲ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»رپوټونه»ځايي اوسېدونکي: د پکتیکا په ۲۲ ولسوالیو کې هیڅ ام ډي ډاکټره نه‌شته

    ځايي اوسېدونکي: د پکتیکا په ۲۲ ولسوالیو کې هیڅ ام ډي ډاکټره نه‌شته

    د پکتیکا ولایت د ۲۴ ولسوالیو له ډلې یوازې دوه ولسوالۍ یوه – یوه ام ډي ډاکټراه لري.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۱۸, ۱۴۰۲03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    شرنه ( ۱۸ کب ۱۴۰۲ کوبها نیوز) پکتیکا د هېواد په کچه د هغوو ولایتونو په سر کې راځي چې، د زېږون په مهال په‌کې د مور ـ ماشوم د مړینې سلنه لوړه ده. دغلته د ښځینه ډاکترانو نشتوالی او ورسره په نشت حساب روغتیایي اسانتیاوې د دې اصلي علتونه یادیږي.
    د پکتیکا اوسیدونکي او مدني فعالان وایي د دغه ولایت د ۲۴ ولسوالیو له ډلې یواځې دوه ولسوالۍ، ارګون او خبرکوټ یوه – یوه ام -ډي ډاکټره لري.
    په دغه ولایت کې د روغتیایي خدمتونو محدودیت یوازې د نن نه، بلکه له پخوا راروانه ستونزه ده. یوه مدني فعال چې نه غواړي نوم یې یاد شي، کوبها نیوز ته وویل دوی ته ورکړل شوې روغتیایي اسانتیاوې له لویه سره په نشت حساب دي.
    دغه مدني فعال وایي پکتیکا پراخه اراضي لري، خو لارې او سړکونه یې سم نه دي جوړ شوي او تګ -راتګ پرې ګران دی. وایي د لارو خرابوالی په خپل ور د اړتیا پر مهال د درملنې لپاره د ناروعانو د انتقال مخې ته لویه ننګونه ده او ساعتونه وخت اخلي چې ناروغ د ولایت مرکز ته ورسول شۍ.
    هغه زیاتوي چې پخپله په مرکز (ښرنه ) کې هم د ښځینه ډاکټرانو دروند کمی دی، خو په ولسوالیو کې بیا دغه ستونزه له بریده وتلې درنه ده او داسې کلینیکونه هم شته چې د هغه په خبره د ښوونځیو عادي فارغان پکې د مجبوربت له مخې د تشې د ډکولولپاره د مسلکي روغتیایی پرسونل کارونه کوي.
    د دې ولايت یو بل اوسېدونکی جاوید الرحمن بیا وايي، په لرو پرتو ولسوالیو کې د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي له امله مېرمنې اړ دي چې د ناروغۍ پر مهال د درملنې لپاره نارینه ډاکټرانو ته ورشي.
    هغه هيله لري چې، د عامې روغتیا وزارت د دې ولایت مرکزي روغتون او د ولسوالیو کلینکونو ته ښځینه‌ ډاکټرانې ولېږي.
    په پکتیکا کې يوه ځايي خبریال کوبها‌نیوز ته وويل، د پکتیکا په ځايي کلینیکونو کې د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي له امله ډېر کله مېرمنې د زیږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي يا يې ماشوم روغتون ته پر لاره ضايع کېږي.
    هغه د نوم د نه ښودلو په شرط وايي، د پکتیکا د ۲۴ ولسواليو له ډلې يوازې ارګون او خیرکوټ ولسوالیو کې یوه یوه ام ډي ډاکټره شته دی.
    خو د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست بیا وايي: “موږ په مرکز کې دوه متحصصې ډاکټرانې او پنځه نرسانې، په ارګون کې يوه ام ډي ډاکټره او نرسانې او په خیرکوټ کې هم د نرسانو په ګډون يوه ام ډي ډاکټره لرو.”
    د یاد ریاست د ډاکټرانو په وینا په پاتې ټولو ولسواليو کې قابلې او نرسانې شته دي.
    هغوی پر پخواني حکومت نیوکه کوي چې له امکانانو سره سره يې د دې ولایت عامې روغتیا او د صحي پرسونل ډېروالي ته پاملرنه‌ نه‌ده کړې.
    بلخوا د جمهوري حکومت پر مهال، د عامې روغتیا وزارت سلاکار بیا وايي چې د جمهوریت په کلونو کې د پکتیکا روغتون رغول شوی او په ټولو ولسوالیو کې يې کلینکونه ایجاد شوي دي.
    ډاکټر بازمحمد شیرزاد د پکتیکا په لرو پرتو ولسوالیو کې د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي مسلې ته په اشارې وايي: “د ولسوالیو په کلینکینو کې د ښځينه ډاکټرانو ګمارنه خپلې ستونزې لري. داسې چې ډیر ځله ښځينه ډاکټرانې امکاناتو ته په کتو هلته نه ورځي او يا يې کورنۍ اجازه نه ورکوي.”
    د کوبها‌نیوز همکار هڅه وکړه چې، د ښرنې د عامې روغتیا په روغتون کې د ښځینه‌ ناروغانو پر ستونزو له هغوی سره خبرې وکړي؛ خو بریالی نه‌شو.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    غور کې د ۹۵ میلیونه ډالرو په پانګه د سُرب او جستو کان کېدنې پيلېږي

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    سپينه‌ماڼۍ: امریکا له اسراییلو سره په غزه کې د لنډمهالي اوربند په اړه خبري کوي

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    شمالي وزیرستان کې د “النصره” په نامه نوې قطعه جوړه شوې

    کوبها نیوزجوزا ۷, ۱۴۰۳

    طالبان د بدخشان پر ولسي مظاهرو ډزې کوونکي محاکمه کوي

    کوبها نیوزثور ۱۷, ۱۴۰۳

    افغانستان دبشري پرمختیا په نړیوال شاخص کې شاته تللی

    کوبها نیوزحوت ۲۷, ۱۴۰۲

    طالبانو حکومت: د بدخشان کروندګرو ژمنه وکړه چې د کوکنارو د له منځه وړلو مخه به نه نیسي

    کوبها نیوزثور ۱۸, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.